د خوشال خان بابا د لېسې له آمر او استادانو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن چهار شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۸ مه نېټه د خوشال خان بابا د عالي لېسې له آمر ښاغلي محمد عمر معصومي او استادانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د مقام رئيس ښاغلی نورآقا ناصري، د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلی محمد نبي شهاب او د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلی عبدالوحید خاورې هم حاضر و، راغلو استادانو د خپلو خبرو په ترڅ کې د مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي څخه مننه وکړه، چې د وزارت اړوند لېسو کې یې مثبت بدلونونه راوستي او په دې برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړي دي.
نوموړو همدا راز وویل: هڅه مو داده، تر څو د زده کوونکو زده کړو ته پر وخت رسیدنه وکړو او د هغوی ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړو.
ورپسې مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د لېسې له استادانو څخه خوښي څرګنده کړه، چې د زده کوونکو د ستونزو په هوارۍ کې ورسره مرسته کوي او د دوی زده کړو ته پاملرنه کوي.
نوموړي همدا راز استاد د یو ښه لارښود په توګه یاد کړ وې ویل: استاد ځان لکه د شمعې سوزوي خو نورو ته رڼا ورکوي دا چې تاسو د دې هېواد د بچیانو په روزنه کې هڅې کوې او خپل مسؤلیت په سمه توګه ترسره کوې دا زموږ لپاره د ویاړ ځای دی.