د داخلي تفتیش رئيس د وزارت کارکوونکو ته وروپېژندل شو!

ښاغلی نثار احمد ذهیب احمدي، چې د جمهوري ریاست مقام د حکم پر اساس د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د داخلي تفتیش د رئيس په توګه ټاکل شوی د یوې غونډې پر ترڅ کې، چې د روان لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۷ مه نېټه د وزارت معینانو، رئيسانو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه د غونډې ګډون والو ته وروپېژندل شو.

په پیل کې د بشري زېرمو رئيس ښاغلي محمد یاسین پکتین د نوموړي د ټاکل کیدو په اړه د جمهور رئیس(۳۱۴) نمبر حکم ولوست.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د خپلو خبرو په ترڅ کې ښاغلی نثار احمد احمدي له دندو سره اشنا او تجربه لرونکی شخص یاد کړ وې ویل: احمدي د چارو په اداره کې دنده ترسره کړې، پوره تجربه لري، باور لرم چې خپلې اړونده چارې او مسؤلیتونه به په ښه توګه ترسره کړي. موږ ورسره همکاریو بریالیتوب ورته غواړم.

وروسته ښاغلي احمدي له جمهور رئيس او وزارت له مشرتابه د باور څخه یې مننه وکړه، چې نوموړي ته یې دا ستر مسؤلیت وروسپاره ژمنه یې وکړه، چې خپلې چارې به په سلامشورو او ګډو هلو ځلو مخته یوسي.