له قبایلي مشرانو سره لیدنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د روان لمریز کال د غویي میاشتې په ۱۴ مه نېټه له قبایلي مشرانو ښاغلي زرجان شینواري او ملګرو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې راغلو قبایلي مشرانو د خپلو ستونزو شریکولو ترڅنګ د وزارت د مشرتابه له هڅو او هلو ځلو څخه مننه وکړه، چې قبایلي مشرانو ته یې د سولې مشورتي لویه جرګه کې د ګډون زمینه برابره کړه.

نوموړو یاده جرګه مهمه او د سولې د ټینګښټ په برخه کې اغیزمنه وبلله، وې ویل: دا چې افغانان د تلپاتې سولې غوښتنوکي دي نو باید طالب چارواکي د افغانانو اساسي غوښتنو ته چي هغه د سولې ټینګشت دی، ته لبیک ووایي او له خپلو هېواد والو سره دې یو ځای په سوله او امن کې ژوند وکړي.

ورپسې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د سولې په ټینګښت کې د قبایلي مشرانو رول ارزښتناکه وباله وی ویل: ستاسو نظریات په هر وخت کي مهم دي.

نوموړي همدا راز د سولې په ټینګښت کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مخورو رول ارزښتناکه وباله او په دې برخه کې یې په ګډو سلا مشورو ټینګار وکړ.