د سولې د لویي مشورتي جرګې په اړه مرکه او د شمشاد تلویزیون له مشرتابه سره کتنه!


د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي شنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د غویي پر۱۴ نېټه د شمشاد تلویزویون په یوه خپرونه کې د سولې د لویې مشورتي جرګې په اړتیا اوارزښت، خبرې وکړې.، یاده جرګه یې افغان شموله او دافغان ولس یوه استازې جرګه وبلله وې ویل، چې د دغې جرګې پرېکړې د ولس اساسي غوښتني دي، هیله به مو دا وي، چې هم دولت او هم د دولت مخالفین او نړیواله ټولنه د مشورتي لویې جرګې لخوا د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره د رامنځته کړي چوکاټ عملي زمینې برابرې کړي.

همدا راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي له مرکې وروسته په داسې حال کې چې د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس ښاغلي عبدالوحید خاورې هم ورسره ملګری و، د شمشاد تلویزیون له عمومي رئیس ښاغلي فضل الکریم فضل او همدا راز د خپرونو له عمومي مدیر ښاغلي عابد احساس سره په کتنه کې شمشاد یوه ملي او د خلکو د ارادو ممثله رسنۍ وبلله وې ویل، چې شمشاد زموږ له ټولنې رنګ اخیستی که له یوې خوا ددې ټولنې د مادي او معنوي شتمنۍ د بډاینې لپاره کار کوي، نو له بله پلوه د ولس په ژبه خبرې کوي، چې دایې بریالیتوب او د ولس په زړه کې اوسېدل دي،
ښاغلي بارکزي دغه راز د وزارت له خوا چاپ شوي کتابونه هم د شمشاد ټلویزیون چارواکو ته ډالۍ کړل.
یادونه: ددغې مرکې بشپړه ویډیو به وروسته له تاسو سره شریکه شي.