د سولې په مشورتي جرګې کې دې د قومي مشرانو د پراخه ګډون زمینه برابره شي.

دا خبره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شیرزي په هغه غونډه کې څرګنده کړه، چې نن دوشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د ورې پر ۲۶ نېټې د وزارت د غونډو په تالار کې د قومي شوراګانو د رئیسانو په ګډون جوړه شوې وه.
په غونډه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شیرزي، د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي، د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلی محمد یعقوب احمدزي، مالي او اداري معین محترم محمد احسان احسان، د سرحدي څېړنې معین ښاغلي محمد اصف قاضي زاده او د قومي شوراګانو رئیسانو او قومي مشرانو ګډون کړی ؤ.
د غونډې په پیل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شیرزي خبرې وکړې وې ویل، چې موږ په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره د ولسمشر د سولې له خبرو او د سولې د مشورتې جرګې کلک ملاتړ کوو او په هر ډول سختو شرایطو کې يې څنګ ته ولاړ یو، خو د دې لپاره چې د سولې مشورتي جرګه نوره هم درانه، با ارزښته او پریکړې يې ټولو ته د منلو وړ وي باید زموږ درنو قومي مشرانو ته پکې د پراخه ګډون زمینه برابره شي.
ښاغلي شیرزي زیاته کړه موږ له ولسمشر څخه مننه کوو، چې د سولې د مشورتي جرګې د جوړیدو په فرمان کې يې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ته ونډه ورکړې، خو ګیله مو د سولې له شورا او له ټاکل شوي کمیسیون څخه ده، چې د سولې د مشورتي جرګې په جوړیدو کې يې زموږ د ګډون مخه نیولې او زه به سبا له ولسمشر سر مجلس کوم او ستاسو دا غوښتنې به ورسره شریکوم.
همداراز د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر وویل، چې د سولې په برخه کې موږ د وسلوالو مخالفینو له مشرانو سره خبرې کړي، په هېواد کې درې ورځنې اوربند زموږ د هلو ځلو په نتیجه کې رامنځته شوی ؤ، په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره مو ولسمشر ته د سولې طرحه ورکړي او اوس هم د سولې په هر کاروان کې ورسره ملګري یو.
وروسته د وزارت د جرګو او قبایلي چارو معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د سولې د مشورتي جرګې په اړه د ولسمشر فرمان، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یادونه پکې شوې وه د غونډې ګډون والو ته وړاندې کړ او هم يې د هغو مکتوبونو متن ولوست، چې د سولې د مشورتي جرګې د جوړیدو کمیسیون ته يې د ولسمشر له فرمان سره سم د وزارت مسلکي معین ډاکټر فریدون بارکزی د استازي په توګه معرفي کړی دی، خو په خواشینې سره، چې یاد کمیسیون د وزارت یوه مکتوب ته هم ځواب نه دی ویلی.
همدازار د وزارت مسلکي معین ډاکټر فریدون بارکزي د سولې په برخه کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي شیرزي پر هڅو هر اړخیزې خبرې وکړې وې ویل، چې ښاغلی شیرزی غواړي ستاسو شمله ورو قومي مشرانو په وسیله، چې په ټولو ولایتونو کې نفوذ لرئ او د جګړې دواړه لورې ستاسو خبرې منې سوله راولي.
وروسته په غونډه کې په وار سره قومي شوراګانو رئیسانو هر یوه ښاغلي عبدالخالق حسیني پشه یې، ښاغلي سید پاچا سادات، ښاغلي نصیراحمد کوهبندي، ښاغلي زرجان شینواري، ښاغلي محمد ظریف ناصري، ښاغلي قربان مراد، ښاغلي ډاکټر مومند، ښاغلي عبدالاکبریوسفزي، ښاغلي ډاکټر ضیاوالدین، ښاغلي ډاکټر محمد آغا، ښاغلي حمیدالله سروري، ښاغلي محمد یعقوب حکمي، ښاغلي خواجه صدیقي، جنرال عتیق الله آمرخیل او نورو قومي مشرانو خبرې وکړې وې ویل، چې موږ له ولسمشر څخه غواړو، چې د هېواد په سولې او نورو ملي مسایلو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له پامه ونه باسي، همدا وزارت دی، چې د هېواد د ټولو قومونو له قومي مشرانو سره نږدې اړیکي لري او د همدې قومي مشرانو له لارې کولای شي، چې په هېواد کې د سولې لپاره مثبت ګامونه پورته کړي.
د قومي شوراګانو رئیسانو وویل: دا چې د سولې په مشورتي جرګې کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت او موږ قومي مشرانو ته ونډه نه ده راکړل شوې، موږ يې په وړاندې خپل غږ پورته کوو، چې ی به مطبوعاتي کنفرانس ورکړو او یا به هم د سولې له مشورتي جرګې څخه مخکې له ولسمشر سره ګورو، چې موږ ته خپل حق راکړي، تر څو د سولې په مشورتي جرګې کې پراخه ګډون وکړو او په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره مثبتي مشورې ورکړو.
په دې اړه د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شیرزي وویل، چې د هېواد په دې نازکو سیاسي حالاتو کې د سولې د مشورتي جرګې په وړاندې مطبوعاتي کنفرانس د هېواد په ګټه نه دی، نو ښه به دا وي، چې موږ او تاسو له ولسمشر سره له نږدې وګورو او د سولې په مشورتي جرګې کې ستاسو درنو مشرانو د ګډون غوښتنه ور څخه وکړو.
ټولو قومي مشرانو د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلي شیرزي له خبرو سره سم پریکړه وکړه، چې د هېواد د ملي ګټو او سولې لپاره له مطبوعاتي کنفرانس څخه تیریږو او پخپله له ولسمشر سره له نږدې ملاقات کوو او د خپل حق غوښتنه به ورڅخه وکړو.
د غونډې په پای کې د قومي شوراګانو د استازو پر میاشتنیو غونډو او یو شمېر نورو ستونزو هم خبرې وشوې، د وزارت د رهبرۍ له خوا ژمنه ورسره وشوه، چې د قومي شوراګانو ټولو ستونزو ته به پر وخت رسیدګی کیږي.
غونډه په هېواد کې د تل پاتې سولې په دعایې سره پای ته ورسیده.