په نیمروز کې له ملي بهیرونو د ملاتړ غونډه!

په نیمروز ولایت کې د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو، په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون او مشورتي لویې جرګې څخه ملاتړ غونډه ددغه ولایت د بېلابېلو ولسوالیو قومي مشران، دیني عالمان، یو شمېر ښځې او ځوانان د روان لمریز کال د وري د میاشتې په ۲۵ مه نېټه سره راټول شوي وه.

غونډې ته د قران عظیم الشان تر تلاوت وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو سره د همغږۍ رئيس ښاغلي نیاز محمد امیري په خپله وینا کې د سولې په ارزښت او اړتیا رڼا واچوله وې ویل: افغانستان زموږ د ټولو شریک کور دی، ستونزې، کړاوونه او وروسته پاتې والی یې هم زموږ دی، پرمختګ، سمسورتیا او په خپلو پښو دریدل یې هم زموږ دي نو زموږ ټاکنه به د هېواد وداني، پرمختګ او د یوې قانونمدې ټولنې درلودل وي، چې دا د سولې په شرایطو کې کیدونکي دي او زمینه یې برابریږي، اوس نو پرموږ ده، چې د ريښتنې سولې لپاره جدي هڅې وکړو، د امنیت د ټینګښت په موخه د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ ودریږو او په ملي بهیرونو کې هم خپله ونډه واخلواو هم خپل هېوادوال وهڅوو.
دا چې تاسې درانه مشران دلته سره راټول شوي یاست له خپلو امنیتي ځواکونو، د سولې له راون بهیر، په ټولټاکنو کې د خلکو له پراخ ګډون څخه ملاتړ کوئ په دې سره خپل هېوادنی رسالت ترسره کوي ستاسو دې کور ودان وي.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه هڅې په همدې تمرکزې دي، چې د ولسونو له لارې، ملي بهیرونه، چې د همدغو ولسونو پورې اړه لري د پیاوړي او خپله ولسونه یې د بري تر منزله ورسوي.
همدا راز د نمیروز والي ښاغلي ډاکټر سیدولي سلطان هم په خپله وینا کې د سولې د يټنګښت په برخه کې په ګډو او همغږو هڅو ټینګار وکړ وې ویل: د نیمروز ولس سوله پالی ولس دی، تل د داسې هڅو څخه چې هغه زموږ ټولو ګډه او شریکه موخه ده د لاسته راوړلو لپاره به یې صادقانه هڅې کوو.
عالمانو او قومي مشرانو هم په خپلو خبرو کې سوله د الله (ج) سترنعمت وباله او په دې برخه کې د ګډو همکاریو ډاډ څرګند کړ.