د اروزګان ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن یکشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري د میاشتې په ۲۵ مه نېټه د اروزګان ولایت له قومي او سیاسي شخصیت ښاغلي ملا مجاهد اخوند، پوهنوال اکرمي نورزي، انجینر میروس او محمد ایوب نظري سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
.

په دې کتنه کې، چې د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلی محمد نبي شهاب هم حاضرو، راغلو قومي مشرانو او مخورو د خپلو یو لړ ستونزو شریکولو ترڅنګ یې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هڅې، چې د اړوندو لېسو د نظم او جوړښت په برخو کې ترسره کړي د ستاینې وړ وبللې وې ویل: په دې خوښ یو، چې د وزارت مشرتابه د لېسو د نظم او دسپلین په برخه کې عملي کارونه کوي او د ناامنو سیمو زده کوونکو ته یې د زده کړې ښه زمینه برابره کړې.
نوموړو همدا راز زیاته کړه هیله مو داده، چې د تل په څېر د وزارت اړوند لېسو کې د اروزګان ولایت د ناامنو سیمو ځوانانو سهمیې ته پاملرنه وشي، ترڅو وکولای شي، چې خپلې زده کړې په سمه توګه ترسره کړي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي پخپلو خبرو کې د یادو قومې مشرانو او مخورو ستونزې پرځای وبللې او ټینګار یې وکړ، چې په لېسو کې د ولایتونو سهمیو ته په کتو سره به د اروزګان ولایت ځوانانو د جلب او جذب په برخه کې ځانګړې پاملرنه وشي او دوی به وکولای شي خپلې زده کړې په ارامه او مناسبه فضا کې ترسره کړي.