د نيمروز له والِي سره ليدنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو چارو رئيس ښاغلي نياز محمد اميري او ورسره ملګري پلاوي يې نن شنبه د ۱۳۹۸ لمريز کال د وري په ۲۴ نېټه د نيمروز له والي ښاغلي دوکتور سيد ولي سلطان سره د دغه ولایت په مقر کې وکتل.
د کتنې په پيل کې د نيمروز والي پلاوی ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د سولې او ملي یووالي د ټینګښت په برخو کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هلې ځلې وستایلې او د جرګې په جوړولو کې یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو رئيس ښاغلي اميري نيمروز ولایت ته د خپل سفر موخې له ښاغلي سلطان سره شریکې کړې او وې ویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هڅه کوي، چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې جرګې جوړې کړي.
ښاغلي اميري زیاته کړه: دادې نن له پلان سره سم نيمروز ولايت ته راغلي یو او پلان لرو چې ددغه ولایت د قومي مشرانو، ديني علماوو، ځوانانو او مخورو په ګډون پراخه جرګه جوړه کړو.