د نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو، د سولې له روانو خبرو، په راتلونکو ټاکنو کې د ولس د پراخ ګډون او د مشورتي لویې جرګې څخه د ملاتړ څرګندول!

 

د خوست ولایت د بېلابېلو سیمو قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو د یوې غونډې په ترڅ کې، چې د خوست ولایت د ښاروالۍ ریاست د جرګو په تالار کې جوړه شوئ وه، د نظام، امنیتي او دفاعي ځواکونو، د سولې له روانو خبرو، په راتلونکي ټاکنو کې د ولس د پراخ ګډون او د مشورتي لویې جرګې څخه ملاتړ څرګند کړ، په دې غونډه کې، چې د ۱۳۹۸ لمریر کال د وري د میاشتې په ۲۳ مه نېټه جوړه شوې وه، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، د جرګو رئيس ښاغلي نیاز محمد امیري، د خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي، د خوست امنیه قوماندان او د یاد ولایت د سرحدونو او قبایلو چارو رئيس په کې ګډون کړی و.

په پیل کې د قران عظیم الشان څو مبارکو ایتونو تلاوت شول ورپسې د سرحدونواو قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په خپله وینا کې وویل : سوله د الله (ج) امر دی او باید چې ټول قومونه د سولې لپاره هڅې وکړي او د یووالي په راوستو کې له قومي جوړښتونو څخه ګټه پورته کړي.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې ولس او حکومت سوله غواړي او له وسله والو طالبانو څخه غوښتنه لرو، چې د ملت غږ واوري او د خپل هېواد په ابادولو کې هڅې وکړي او نور له جنګ څخه لاس واخلي او د جلالتماب جمهور رئيس د سولې له طرحې څخه ملاتړ وکړي.

ده همدا راز وویل: همدا قومونه دي، چې د سولې په رواستو کې به له خپلو ادرسونو څخه ګټه پورته کړي او د جرګو او مرکو له لارې به د سولې د ټينګښت ملاتړ وکړي د یادو خبرو سربیره یې په دې لویه راټولیدونکې جرګې کې د بېلابېلو قومي مشرانو، دیني عالمانو، د ولایتي شورا غړو او ځوانانو څخه مننه وکړه، چې د سولې له پروسې، په راتلونکو ټاکنو کې د پراخ ګډون او د مشورتي لویې جرګې څخه یې خپل ملاتړ څرګند کړ.

ورپسې د خوست والي ښاغلي محمد حلیم فدايي په خپله وینا کې وویل: موږ له خلکو او قوم پرته هیڅ یوو، کله چې د لونګۍ او پټکي خلک متحرک وي نو افغانستان به متحرک وي، که قومي مشران او دیني عالمانو خپل مسؤلیت ادا نه کړي، نو ستونزو سره مخامخ کیږو، نو ځکه د قومونو نقش مهم دی او همدې قومونو د تاریخ په اوږدو کې خپله خاوره ساتلې او اوس هم باید په یووالي او سولې راوستو کې خپل مثبت رول ترسره کړي.

ښاغلي فدایي وویل: د جګړې دوام اصلي علت دا دی، چې موږ تاریخ د پند لپاره نه لولو، مګر د تاریخ جوهر دا دی، چې نن ترې زده کړه وکړو، بد یې اصلاح او ښو ته یې دوام ورکړو.

همدا راز یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو هم د سولې په ټينګښت کې د جرګو او مرکو له لارې د خلکو پراخ ګډون ارزښتناکه وباله او سوله یې د هېواد او خلګو په ګټه وبلله.

وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو د همغږۍ رئيس ښاغلي نیاز محمد امیرې غونډه ښه وارزوله او د راتلونکو غونډو په دوام یې ټینګار وکړ.