د مصالحې د رهبرۍ په شورا کې ګډون!

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل اغا شيرزي نن چهارشنبې د مصالحې د رهبري په شورا کې، چې د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ جوړه شوي وه ګډون. وکړ.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل اغا شيرزي چې په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره نه ستړي کيدونکي هلې ځلې کړي او په دې برخه کې ښې لاسته راوړنې هم لري د مصالحې د رهبري په شورا کې يې ګډون د هېواد د سولې او امنيت د ټينګښت په برخه کې مثبت اقدام دی.

په غونډه کې ښاغلي شيرزي د هېواد ولسمشر او د مصالحې د رهبري شورا ټولو غړو ته ډاډ ورکړ، چې په هېواد کې به د تل پاتې سولې لپاره د پخوا په څېر شپه او ورځ کار وکړي.

د هېواد ولسمشر په دې غونډه کې له ښاغلي شيرزي او ټولو ګډوالو څخه وغوښتل، چې زموږ ملت نور د جګړې توان نه لري، نو له همدې امله ټول د سولې لپاره په صداقت او ايماندارۍ سره جدي کار وکړئ.