د اړوند لېسو او بایزید روښان انیسټیټوټ له مسؤلینو سره د نظم د ټینګښت په موخه کتنه!

د سرحدنو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن له غرمې وروسته د ۱۳۹۸ لمریز کال د وري د میاشتې په ۲۰ مه نېټه د وزارت اړوند لېسو او بایزید روښان انیسټیټوټ له مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلی محمد نبي شهاب، د اداري او خدماتو رئيس ښاغلی جمال الدین زاهد، د پلان او پالیسۍ رئیس ښاغلی محمد امین حیدري او د مالي او حسابي ریاست سرپرست ښاغلی حمیدالله بارکزی هم حاضر و، له یادو مسؤلینو سره د لېسو د ستونزو پر حل سربېره د زده کوونکو او محصلینو لپاره د یو ځانګړي یونفورم د ټاکلو په اړه خبرې وکړې وې ویل: له یونفورم څخه موخه داده، ترڅو د زده کوونکو په پېژندنه او همدا راز په لېسو کې د نظم په راوستلو کې مرسته وکړي.

ښاغلي بارکزي همدا راز په دې اړه اړوند اداروته د یونفورم د نمونو له لیدو او یونفورم د غوره کولو وروسته د ښه او با کیفیته یونفورم د برابرولو سپارښتنه وکړه.