له ښاغلي محمد عمر داوودزي او ښاغلي ضياالحق امر خېل سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو محترم وزیر ښاغلی محمد شفیق ګل آغا شېرزي په داسې حال کی، چې د وزارت مسلکی معین ښاغلى ډاکټر فريدون بارکزی هم ورسره و، د سولې د عالی شورا د دارالانشا رئیس او په سیمه کې د سولې اجماع لپاره د ولسمشر له ځانګړي استازي ښاغلي محمد عمر داودزي او د ولسمشر له سلاکار ښاغلي ضيآالحق امر خېل سره وکتل.

په دې ناسته کی لومړى ښاغلي داوود زي او ښاغلي امرخېل په هېواد کې د سولې دټينګښت په لار کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت هلې ځلې وستايلې.

دغه راز د سولې پر روانو هڅو، د سولې د مشورتي جرګې او د هیواد پر نورو مهمو موضوعګانو باندې لازم بحثونه او په دې برخه کې پر ګډ کار او همغږۍ ټینګار وشو.

ښاغلي ګل آغا شېرزي د خپلو خبرو په دوام وويل: د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت، چې د هېواد د ټولو قومونو او قبايلو ګډ کور دى، کولاى شي راتلونکي لويې مشورتي جرګې ته د قومي ظرفيتونو ، مخورو او با نفوذه شخصيتونو په نښه کولو او رابللو کې مهم رول ولوبوي.