ټکنالوژیکي نوښتونه وستایل شول!


د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکرزي نن له غرمې وروسته د ۱۳۹۷ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۱ مه نېټه د معلوماتو د انسجام پروژې له مسؤل ښاغلي دریا خان بهیر سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د پلان او پالیسۍ رئيس ښاغلی محمد امین حیدري، د ولایتونو سره د اړیکو رئيس ښاغلی مطیع الله صافی او د سرحدي څېړنو کارکوونکي هم حاضر و د معلوماتو د انسجام پروژې په نوښت ۱۷ پايې جې پي ایسونه د سرحدي ستونزو د مخنیوي لپاره د سرحدي څېړنو ریاست ته وسپارل شول او په دې برخه کې یې عملي ټریننګ هم ورکړ.
د پروژې مسؤل د یادو جي پي ایسونو د کارولو او ګټو په اړه معلومات د مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي سره شریک کړل وې ویل: د دې لپاره، چې سرحدي تیروتنې کمې او چارې په سمه توګه پر مخ ولاړې شي پخوا مو هم د خپلو همکاریو په دوام ځینو سیمو کې یو شمېر جي پي ایسونه یاد ریاست ته د ګټې اخیستنې لپاره ورکړي ول، چې په دې برخه کې کې مو عملي ټرینینګونه هم ترسره کړي ول.
نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې موږ به هڅه کوو، تر څو د وخت سره سم په نوې بڼه د چارو مخته وړلو په برخه کې کاري اسانتیاوې رامنځته کړو او خپلو همکاریو ته د تل په څېر دوام ورکړو.
ورپسې مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د معلوماتو د انسجام پروژې هڅې او فعالیتونه وستایل وې ویل: موږ باید هڅه وکړو، چې همداسې نوي نوښتونه او اسانتیاوې رامنځته کړو، تر څو د سرحدي تیروتنو په برخه کې ستونزې حل او د خپلو سرحدونو د ساتنې لپاره چټک ګامونه پورته کړو.
نوموړي همدا راز د سرحدي څېړنو له کارکوونکو وغوښتل، چې د یاد جي پي ایسونو څخه دې پر ځای ګټه واخلي او خپلو چارو ته دې پاملرنه وکړي.