د وزارت ستراتیژیک پلان د بشپړیدو په حال کې!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن له غرمې وروسته د ۱۳۹۷ لمریز کال د کب د میاشتې په ۲۱ مه نېټه د وزارت ستراتیژیک پلان د جوړولو لپاره د موظف شوې کمېټې له مسؤلینو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
لومړی د کمېټې مسؤلینو سره د وزارت په ستراتیژیک پلان باندې د ترسره شوي کار د څرنګوالي په اړه، چې له اړوند ریاستونو سره په همغږۍ له هر اړخیزو غور وروسته د بېلابېلو ابعادو په پام کې نیولو سره کار کړی رپوټ وړاندې کړ
ورپسې مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د یادې کمېټې له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې د وزارت ستراتیژیک پلان دې د وزارت موخو او مسؤلیتونو ته په کتو جوړ او بشپړ شي، ده همدا راز د وزارت لپاره د سترایژیک پلان جوړول اړین وبلل او په دې برخه کې د اړوند ریاستونو او په ځانګړي توګه د تخنیکي او مسلکي ټیمونو د همکارۍ غوښتنه وکړه، ترڅو وکولای شو، چې د وزارت ستراتیژیک پلان پخپل وخت جوړ او د ملي یووالي حکومت مشرانو ته وړاندې شي.