د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مطبوعاتي اعلامیه!

سه شنبه، د کب۲۱مه- کابل:

د افغانستان د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د هغو اوازو په اړه څېړنه کوي، چې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوه برید په اړه راپورته شوې دي.

ناتائید شوي رپوټونه وايي، چې په دې برید کې یو شمېر ملکي وګړو ته، چې له وزیرستانه بېځایه شوي او هلته مېشت دي مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت ددغو رپوټونو په جدي تعقیب بوخت دی او له ټولو افغانانو غواړي، چې په دې اړه د دښمن د ناسمو او مغرضانه تبلیغاتو تر اغېز لاندې رانه شي.
درنښت