د اسلام له نظره د ښځو حقوق ترسرلیک لاندې ورکشاپ جوړ شو!

په یاد ورکشاپ کې، چې نن سې شنبې د ۱۳۹۷ لمریز کال د کب میاشتې په ۲۱ مه نېټه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جندر آمریت لخوا جوړ شوی و د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي، د جندر آمرې اغلې خاطرې حیات، او یو شمېر نارینه او ښځینه کارکوونکو ګډون کړی و، چې د قران پاک د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شو.
ورپسې ښاغلي احمدزي د اسلام له نظره د ښځو د حقوقو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: چې باید د ښځو حقوقو ته درناوی او پاملرنه وشي ، موږ باید د ورکشاپونو او سیمینارونو له لارې د اسلام له نظره د ښځو د حقوقو توضیع تشریع او د عامه پوهاوي هڅې وکړو.

ښاغلي احمدزي همدا راز د ښځو شرعي حقوقو ته په اشارې سره وویل: ښځه د ملکیت، ژوند د شریک ټاکلو او نارینو په څېر د کار کولو حق لري، تر څو په ټولنه کې د یو مثبت بدلون سبب وګرځي.

ورپسې د جندر آمرې اغلې خاطرې حیات خبرې وکړې وې ویل: موږ پر دې خوښ یو، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مشرتابه په وزارت کې د ښځو لپاره ځانګړي پروګرامونه، سیمینارونه، ورکشاپونه په نظر کې نیولي او زیات شمېر ښځو ته یې کاري فرصتونه هم برابر کړي.