د خواشينۍ او ډاډګېرنې پيغام!

په ژورې خواشينى سره خبر شوم، چې د پښتو ادب پياوړى لېکوال او نوموتې شاعر ښاغلى زرين پريشان د هغې ناروغى له امله چې ورپېښه شوې، په حق رسېدلې دى.

انا لله و انا اليه راجعون

ارواښاد پريشان د خپل عمر زياته برخه د پښتو ادب بډاينې او خدمت ته وقف کړې او ګڼشمير کتابونه يې چاپ شوي دي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام او ټول کارکوونکي په داسې حال کې چې د ارواښاد پريشان مړينه لويه فرهنګي ضايعه بولي، د لوى خداى ج له دربار څخه ورته د مغفرت او بخښنې او کورنۍ او ټولو فرهنګيانو ته د جميل صبر هيله کوي.

درنښت
محمد شفيق ګل اغا شېرزى
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير