د مشرانو جرګې له غړي سره کتنه

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین محترم ډاکټر فریدون بارکزي نن غرمې وروسته د مشرانو جرګې له غړي محترم سناتور اعظمي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې چې د وزارت یو شمېر ریسان هم حاضر و، ښاغلي اعظمي په بیلابیلو برخو په تېره بیا د وزارت په درې ګونو لیسو کې د ارزګان ولایت ځوانانو د ونډې د زیاتوالې په برخه کې خپلې یو لړ ستونزې طرحه کړي او له ښاغلي بارکزي څخه یې هیله وکړه، چې د دغو ستونزو په هوارولو کې له دوې سره مرسته وکړي.
په مقابل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي خبرې وکړې وی ویل: چې وزارت به د خپلو شتو امکاناتو په چوکاټ ستاسو د ستونزو په هوارولو کې له هېڅ ډول هلو ځلو څخه ډډه ونه کړي او د ارزګان ولایت ځوانانو ته به د زده کړې زمیني په برابرولو کې همکاري وکړي