د سولې دروان بهیر په اړه مرکه!


د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي نن شنبه د ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې پر۲۰ نېټه د خورشید تلویزیون له خبریال سره د سولې د روان بهیر او د وزارت د کړنو په اړه مرکه ترسره او د افغانانو پرمالکیت او مشرۍ یې په بین الافغاني خبرو اترو ټینګار وکړ.
ښاغلي شېرزي په دې مرکه کې وویل: چې افغانان باید په خپلواکه توګه د هېواد په هره سیمه او ولایت کې، چې وي پخپلو کې سره کښیني او خپلې ستونزې د مفاهمې له لارې حل کړي.
نوموړي په پردیو هېوادونو پداسې حال کې چې افغانستان د جرګو ټاټوبی دی د سولې د ټینګښت په اړه کښیناستل پیغوروګڼلو، وې ویل : چې باید طالبان له جمهور رئیس په ټوله کې له حکومت سره،چې مشروع او د ټاکڼو له لارې رامنځته شوی خبرې وکړې، ځکه چې د نارسمي ناستو پرځای رسمي ناستې ګټورې وي.باید نوره وینه تویه نه شي او نه تېرې ترخې تجربې تکرار شي موږ باید خپل هېواد ته با عزته او تلپاتې سوله راولو،داسې سوله،چې په اړه یې د ملګرو ملتونو او نورو معتبرو هېوادونو تضمین شتون ولري .
ښاغلي شېرزي د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د وزارت لخوا د سولې د ټینګښت په برخه کې د جرګود جوړولو، د هېواد له مطرحو سیاسي شخصیتونو سره د ناستو او نظریاتو د شریکولو، د کوچني اختر په درې ورځني اوربند کې د منډوترړو په اړه هم خبرې وکړې.
د سولې په برخه کې د ښاغلي خلیلزاد هڅې وستایلې وې ویل: موقت حکومت د حل لاره نده سیاستوالو ته وړاندېز کوم، چې دافغان دولت تر چتر لاندې دې له طالبانو سره خبرې وکړي همدا راز یې د سولې د پلوي په توګه د تلپاتې سولې د ټینګښت په برخه کې د هر ډول هڅو ژمنه وکړه.