افغان ولس، د افغانانو په مالکیت او مشرۍ با عزته او تلپاتې سوله غواړي، دلته نظام او قانون شتون لري، موږ باید د خپلو ولسونو غوښتنو ته ارزښت او لومړیتوب ورکړو یعنې هرګام باید د خپل ولس د سوکالۍ اونېکمرغۍ لپاره پورته کړو، نه د خپلوشخصي ګټود سا تلولپاره

د بېلابېلو آدرسونو او اشخاصو له خوا د سولې د خبرو پرمخ بیول به نه یوازې مثبتې پایلې ونه لري، بلکې ستونزې به لا زیاتې کړي، ټول افغانان باید په خپل هېواد کې بین الافغاني مذاکرات وکړي او خپله ستونزه خپله حل کړي.
محمد شفیق ګل اغا شېرزی
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر