په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د (یوناما ) دفتر له پلاوې سره کتنه!


 

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د ۱۳۹۷ لمریز کال د سلواغې میاشتې په ۱۶ مه نېټه په افغانستان کې د یوناما دفتر له استازې آغلې رومانا شوایګر او ملګرو سره یې د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې اغلې شوایګر د جرګو په ټاټوبي افغانستان کې د جرګو په تاریخي پس منظر، ارزښتونو، پایلو او دا چې جرګې او مرکې د شخړو، ستونزو او نورو بېلابېلو برخو لپاره د حل لارو چارو په موندلو کې څومره مثبتې او ګټورې اغیزې لري خبرې وکړې.

ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په افغانستان کې پلاوې ته د جرګو په اړه او دا چې د افغانستان خلک د جرګو پریکړو ته څومره درناوی او ارزښت ورکوي هر اړخیز معلومات وړکړل. وې ویل: وزارت د خپلو درنو مشرانو په مرسته د هېواد په مرکز او بېلابېلو ولایتونو کې د جرګو له لارې ګڼې ستونزې او شخړې حل کړي دي. او د همدغو جرګو له لارې د حکومت او خلکو تر منځ د واټن په لنډولو، اړیکو په ټینګښت او په چارو کې د همکاریو د لا همغږۍ لپاره هاند او هاڅې کوي.