د اساسي قانون د تصویب د پنځلسمې کليزې لمانځنه!

په هغه غونډه کې، چې له همدې امله نن سه شنبه د ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومې میاشتې پر ۱۸ مه نېټه جوړه شوې وه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي، د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي، د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون استازي محمد داوود داوود، د وزارت سلاکارانو، رئیسانو، کارکوونکو او د رسنیو استازو ګډون کړی و، چې د عظیم الشان قران د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د وزارت مسلکي معین او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په هېواد کې مدوینو قوانینو د منځته راتګ په تاریخي پس منظر رڼا واچوله او د ټولنې د چارو په ترتیب، تنظیم او پر وړاندې د اتباعو د حقوقو، مسؤلیتونو او مکلفیتونو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: په حکومتولۍ کې مهم اصل د قانون تطبیق دی، که څه هم په دې برخه کې ځینې ستونزې شتون لري، خو خدای (ج) دې وکړي، چې ولس په دې برخه کې له حکومت سره همکارشي، تر څوله قانون څخه د سرغړونکو مخه ونیسي.
نوموړي همدا راز وویل: د افغانستان اتباع د قانون له مخې یو شان وجایب او مکلفیتونه لري، د قومونو تر منځ هیڅ ډول ستونزه شتون نه لري، د هغو پر وړاندې چې د افغانستان د قومونو تر منځ ستونزو او توپیرونوته د خپلو شخصي ګټو د ساتلو په موخه لمن وهي په یووالي ټینګار وکړ له طالبانو یې غوښتنه وکړه، چې په نورو هېوادونو کې د سولې د خبرو پر ځای، بین الافغاني خبروته لومړیتوب ورکړي زیاته یې کړه راځئ، چې د الله (ج) د رضا لپاره د خپلو یتیمانو د اوښکو د وچولو او په خپل هېواد کې د جګړې د ناتار د پای ته رسیدو لپاره سره کښېنو او تلپاتې سولې ته لار هواره کړو.
همدا راز د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون استازي محمد داوود داوود د ټولنې د افرادو په فردي او اجتماعي مسؤلیتونو، چې د اساسي قانون لخوا تنظیمیږي رڼا واچوله همدا راز یې په نورو او خپل هېواد کې د اساسي قوانینو د ساتلو په مدلونو خبرې وکړې او د یو داسې بنسټ د شتون، چې د صلاحیتونو په درلودلو سره له اساسي قانون څخه ساتنه وکړي هیله څرګنده کړه.
د وزارت د جرګو او قبایلو سره د همغږۍ مرستیال هم د قانون پرتطبیق له پورته څخه تر ټيټ پوړو ټینګار وکړ وې ویل: باید له ځانه پیل کړو، بیا یي په نورو تطبیق کړو.

د وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ښاغلي عبدالوحید خاورې هم په خپلو خبرو کې د ټولنیز عدالت، برابرۍ، انصاف د تامین، انساني همدردۍ، د هېواد او خلکو د پرمختګ او نیکمرغۍ، د چارو د سمون او تنظیم لپاره په ټولنه کې د قانون شتون یوه اړتیا وبلله د قانون په تطبیق او حاکمیت یې ټینګار وکړ.

همدا راز د جرګو ریاست کارکوونکي مولوي رضوان الله د اسلام مبارک دین او نبوي احادیثو په رڼا کې د قانون پرتطبیق خبرې وکړې وې ویل: ستونزه په قانون کې نه، بلکې په تطبیق کې ده ټینګار یې وکړ، چې باید قانون د ټولنې په ټولو وګړو یو شان او یو برابر تطبیق شي.

په دې سره یې یاده غونډه په افغانستان کې د الهي او وضعي قوانینو، چې موخذ یې د اسلام مقدس دین دی د تطبیق په برخه کې په خلکو کې د عملي ارادې د پیدا کولو په دعایې سره پای ته ورسوله.