د هېواد له علمي، فرهنګي او سیاسي شخصیت او دافغانستان د علومو اکاډمی له سلاکار سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت سرپرست اومسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزی نن غرمه په داسې حال کې، چې د وزارت د مقام دفتر ریس ښاغلي نور آقا ناصري او د وزارت سلاکار محترم سعیدالله سلام هم حاضرو، د هېواد له پیاوړي علمي فرهنګي او سیاسي شخصیت او د علومو اکاډمي له سلاکار ښاغلي سلیمان لایق سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې لومړی د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي بارکزي ښاغلي لایق د هېواد هغه تکړه علمي سیاسي شخصیت یاد کړ، چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې يې خپلو هېوادوالو ته ګټور خدمتونه ترسره کړي دي او د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سلاکار په توګه یې هم وزارت ته ګټورې سلامشورې وړاندي کړي او د وزارت د مجلو قلمي همکار پاتې شوی دی.

ورپسې ښاغلي لایق له وزارت سره د خپلو همکاریو د دوام ډاډ ورکړ، وی ویل: زه خپله ایماني دنده بولم په چې له وزارت سره په سیاسي او فرهنګی برخو کې د تېر په شان همکاري وکړم.

د کتنې په پاى کې ښاغلي بارکزي د وزارت له خواچاپ شوى کتاب ښاغلي لايق ته ډالۍ کړ.