کندهار والي ته ښه راغلاست وويل شو

کندهار والي زلمی ويسا چې څه موده وړاندې د خپلو ټپونو د درملني لپاره هندوستان ته تللی وو نن کابل ته را ورسيد، چې د حامد کرزي په نړيوال هوايې ډګر کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ډاکټر فريدون بارکزي، د محلي ارګانونو د مستقلي ادارې معين عبدالباقي پوپل، د ښار او کور جوړونې وزارت معين روښان ولسمل، د ولسمشر سلاکار ايوب رفيقي، سلاکار وزير او د کندهار ولايت مقام مرستيال حاجي اغا لالی دستګيري، د سوداګري خوني مرستيال محمد يونس مومند، د تحقيق او مطالعاتو رئيس جاويد احمد وفا او د لوی کندهار سياسي شخصيتونو، قومي مشرانو او ځوانانو ورته د ښه راغلاست په ويلو د روغتيا غوښتنه وکړه.