د فراه ولايت له قومي مشر سره کتنه!

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي ډاکټر فريدون بارکزي نن له غرمې وروسته د فراه ولايت له قومي مشر ښاغلي نصرالله اميني سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، قومي مشر خپلې يو لړ سيمه ايزې ستونزې د حل په موخه شريکې کړې، چې د ښاغلي بارکزي له خوا د همکاريو ډاډ ورکړ شو.

همداراز دواړو لورو په هېواد کې د سولې او ملي يووالي په ټينګښت سربېره په يو لړ نورو مهمو موضوعاتو باندې هم خبرې وکړې.