د ۱۳۹۸ مالي کال بودجې د لګښت او تنظیم په اړه غونډه وشوه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد احسان احسان په مشرۍ نن یکشنبې د ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د ۱۳۹۸ مالي کال د وزارت د بودجې د لګښت او تنظیم په اړه غونډه وشوه.

په یاده غونډه کې، چې د وزارت یو شمېر رئيسان او آمرین هم حاضر وو، مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد احسان احسان وویل: دا چې ۱۳۹۸ مالي کال پیل شوی دی نو باید د یو اساسي پلان له مخې دې بودجه تنظیم او مصرف شي، ځکه چې موږ باید د ۱۳۹۷ مالي کال بودجې څخه په ګټې اخیستنې سره په دې پوه شو، چې څومره لګښت لرو او کوم پلانونه ورته جوړ کړو.

نوموړي همدا راز ټینګار وکړ، د دې لپاره، چې مالي او تدارکاتي چارې په سمه توګه مخته ولاړې شي باید د یو بل سره همغږي اوسو او خپل مسؤلیتونه پر وخت ترسره کړو ښاغلي محمد احسان احسان په دې برخه کې اړوند رئيسانو ته لازمې لارښوونې وکړې.

ورپسې د غونډې ګډونوالو ډاډ څرګند کړ، چې موږ به د ۱۳۹۸ مالي کال د وزارت د بودجې د لګښت او تنظیم په برخه کې خپلې همکارۍ ونه سپموو او په پوره صداقت به خپلې چارې مخته یوسو.