ملي یووالی د سولې په ټینګښت کې اساسي رول لري!

 

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د روان کال د مرغومې میاشتې په ۱۲ مه نېټه د بلخ او فاریاب ولایتونو له قومي مشرانو سره د کتنې په ترڅ کې څرګنده کړه.

په دې کتنه کې، چې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلی ډاکټر فریدون بارکزی هم حاضرو، راغلو قومي مشرانو خپلې یو لړ سیمه ییزې ستونزې د سرحدونو او قبایلو چارو له وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي سره د حل په موخه شریکې کړې او د موجوده نظام څخه یې بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د راغلو قومي مشرانو ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: په هېواد کې د سولې او امنیت په ټينګښت کې د قومي مشرانو رول ټاکونکی دی.

نوموړي همدا راز زیاته کړه، چې سوله او امینت مو ملي په ملي یووالي کې نغښتی او باید په هېواد کې ټول مېشت درانه قومونه سره یو ځای د سولې او امنیت د ټینګښت په برخه کې ګډې هڅې وکړي.