د وزارت د تېر مالي کال کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکی مالي کال د لومړیو سلو ورځو پلان له ولس سره شریک شو!


د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن سه شنبې د ۱۳۹۷ لمریز کال د مرغومي میاشتې په ۱۱ په داسې حال کې، چې د وزارت سلاکارانو او ریسانو یې ملتیا کوله، د حکومت د اطلاعاتو د رسنیو په مرکز کې د ګڼ شمېررسنیو په ګډون د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د وزارت د تېر مالي کال کړنې، لاسته راوړنې او راتلونکی مالي کال لومړیو سلو ورځو پلان له ولس سره شریک کړ.
په دې مطبوعاتي کنفرانس کې د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي: د وزارت له خوا د دولت او ملت د اساسي موخو د تحقق لپاره د جرګو د جوړولو او موخو، پرمختیایي او اداري چارو کې د لاسته راوړنو، په سرحدونو او ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د سرحدي سر غړونو د څېړنې او کشف، د وزارت په اړوندو لیسو کې د ښوونې او روزنې د بهیر، دتحقیق او مطالعاتو د پروژو او پروفایلونو، د ملي او نړیوالو ورځو د لمانځلو چاپي رسنیو، د معلوماتو د انسجام د پروژې او عادي او پراختیايي بودجې د لګښت د کچې په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: موږ د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر محترم محمد شفیق ګل آغا شېرزی په مشرۍ د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو، د هېواد د مطرحو سیاسي شخصیتونو او مخورو په ګډون جرګې جوړې کړې دي موخه مو دا وه، چې په هېواد کې تلپاتې سوله تامین اوطالبان دې په بین الافغاني خبرو اترو کې ګډون وکړې.
د دغو جرګو او قومي غونډو بله موخه په هېواد کې د سولې او ملي یووالي په ټینګښت کې د قومي مشرانو رول ، همدا راز د شخړو په حل، کې همکاري، دولت او خلکو تر منځ واټن لنډول او د ملي ګټو په ترلاسه کولو کې د ولس او وزارت ترمنځ د سلام مشورو دوام دی.
ښاغلي بارکزي همدا راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ستراتیژیک پلان د بشپړیدو، چې یوه مؤظفه کمېټه په کار کوي هم خبرې وکړې، پر وېنا یې چې : دغه معتبر سند په نږدې لنډو ورځو کې بشپړشي، چې د دولت له اساسي موخو او پروګرمونو څخه د خلکو په پراخه ملاتړ، په هېواد کې د سولي او ملي یووالي په تينګښت او سیاسي ثبات کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي همدا راز په راتلونکي کې هم په اړوندو لیسو کې د ژورو اصلاحاتو راوستو، د وزارت په ادارو کې د ښځو ګومارنې ته د پاملرنې، د الکترونیکي حکومتوالۍ پراختیا، له اداري فساد سره د مبارزې، د سرحدونو او ډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د سرغړونو د کشف او څېړنې او په ملي کچه د ۳ سترو جرګو او لسو ورکشاپونو د جوړېدو خبره وکړه وې ویل: د ولسواک نظام مهم عنصر په ملي بهیرونو کې د خلکو ګډون دی، چې د ولسواک نظام مشروعیت تضمینوي له همدې امله مو له جرګو جوړولو څخه موخه دا ده، چې سوله ټینګه شي، خلک په ملي بهیرونو کې ونډه واخلي، د ټولګټو پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي. چې تر څنګ به یې د همدغو موخو د تر لاسه کولو لپاره په بېلا بېلو ژبو خپلو چاپي خپرونو ته دوام ورکوو او ولس به د چارو په پرمختګ کې ملي بسیج ته رابولي.
ښاغلي بارکزي د خپلو خبرو په دوام د وزارت له موجودو ريسانو او تکړه کدرونو څخه د مننې په ترڅ کې هيله وښوده چې په خپلو چارو کې لا نوښت او خوځښت راولي او هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي!
د سرحدونو او قبايلو چارو مسلکي مرستيال همدا راز د مطبوعاتي کنفرانس په پاي کې د ژورنالستانو بېلابېلو پوښتنو ته ځواب ووایه.