د هرات له قومي مشرانو سره ليدنه.


د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل اغا شيرزي په داسې حال کې، چې سلاکار وزير محترم نظر محمد اسحاقزی، د وزارت مسلکي معين محترم ډاکټر فريدون بارکزی، د جرګو او قبايلو چارو معين محترم محمد يعقوب احمدزی، د وزارت مقام سلاکار جنرال محمد اعظيم، د دفتر رئيس محترم نور اقا ناصري، د تحقيق او مطالعاتو رئيس جاويد احمد وفا او د هرات د سرحدونو او قبايلو چارو رئيس ډاکټر نذيراحمد حيدرزاده ورسره ملګري وه د هرات ولايت له يو شمېر قومي مشرانو سره په سولې، امنيت او ملي يووالي کې د قومونو پر پراخې ونډې هر اړخيزې خبرې وکړئ.