د هرات له والي سره لیدنه

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محمد شفیق ګل اغا شیرزی په داسې حال کې، چې د وزارت مسلکي معین ډاکټر فریدون بارکزی، د جرګو او قبایلي چارو معین محترم محمد یعقوب احمدزی، د دفتر رئیس محترم نور آقا ناصري او د تحقیق او مطالعاتو رئيس محترم جاوید احمد وفا او ګڼ شمېر قومي مشران هم ورسره ملګري وه د هرات له والي محترم محمد اصف رحیمي سره وکتل.
د لیدنې په پيل کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شیرزي د هرات والي محترم محمد اصف رحیمي ته د خپل کاري سفر په اړه معلومات ورکړل، وې ویل، چې موږ هرات ته د سولې د جرګې د جوړولو او د قومونو تر منځ د ملي یووالي د لاټینګښت لپاره راغلي یو.
د هرات والي محترم محمد اصف رحیمي د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم ګل اغا شیرزي او ورسره پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په هرات ولایت کې يې د سولې د جرګې په جوړولو او قومونو په یووالي کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت هلې ځلې وستایلي او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.