هرات ولایت ته کاري سفر


د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محمد شفیق ګل اغا شیرزی په داسې حال کې، چې سلاکار وزير حاجي نظر محمد اسحاقزی، د وزارت مسلکي معین ډاکټر فریدون بارکزی، د جرګو او قبایلي چارو معین محترم محمد یعقوب احمدزی، قومي مشر او جهادي قوماندان حاجي جمعه خان، د دفتر رئیس محترم نور آقا ناصري او د تحقیق او مطالعاتو رئيس محترم جاوید احمد وفا هم ورسره ملګري دي هرات ولایت ته خپل کاري سفر پيل کړ.
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محمد شفیق ګل اغا شیرزي او ورسره پلاوي ته د هرات ولایت په هوايې ډګر کې د هرات ولایت مقام مرستیال محترم محی الدین نوري او په هرات کې د میشتو قومونو درنو قومي مشرانو ښه راغلاست ورته ووایه، وې ویل، چې ښاغلی شیرزی د هېواد ملي او منل شوی شخصیت دی، چې تل يې د خپلو هېوادوالو خدمت کړی، موږ يې ټولې هلې ځلې،چې د هېواد په بیا رغونه کې دي او یا هم اوس د قومونو په یووالي او د سولې په راویستلو کې ستایو او هر ډول همکاري ورسره کوو.