لرغوني هرات ته د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر سفر!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر محترم محمد شفیق ګل آغا شېرزى نن په داسې حا ل کې، چې د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزی هم ورسره ملګری و، د هرات لرغونې ولایت ته ورسېد.

ټاکل شوې ده، د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر په هرات کې د خپل رسمي سفر په ترڅ کې په دغه ولایت کې له لوړ پوړو دولتي مقاماتو او بېلابېلو قومي مشرانو او مخورو سره د لېدنې کتنې ترڅنګ په هغې پراخې ولسي جرګه کې برخه واخلي، چې د سولې او ملي یووالي د ټینګښت په موخه سبا جوړیږي.