د CANCER ( سرطان ) ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي غونډه!

د سرطان ناروغۍ په اړه د پوهاوي یاده غونډه نن سه شنبه د ۱۳۹۷ لمریز کال د لیندۍ د میاشتې په ۱۳ مه نېټه له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې بنسټ لخوا د سرحدونو او قبایلو چارو په وزارت کې جوړه شوې وه.
په یاده غونډه کې د وزارت مالي او اداري معین ښاغلي محمد احسان احسان، د وزارت رئیسانو او همدا راز ګڼ شمېر ښځینه او نارینه کارکوونکو ګډون کړې وو، چې د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شوه.
ورپسې سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې بنسټ معالجې ډاکټرې آغلې مرغلرې حسرت، د دغه بنسټ د موخو، د سرطان ناروغۍ د څرنګوالي، د راپیدا کیدو په عواملو، نښو نښانو، د مخنیوي په لارو چارو او په دې برخه کې د ترسره شویو څېړنو په اړه معلومات وړاندې کړل وې ویل: چې دا ناروغۍ د درملنې وړ ده باید پخپل وخت ډاکټرته مراجعه وکړو او په اړه یې بې پروا ونه اوسو.
همدا راز د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ رئيس ښاغلي نیاز محمد امیري او مولوي صاحب رضوان الله د اسلام له نظره د ناروغیو د راپید کیدو په عواملو خبرې وکړې وې ویل: چې درملنه یې کومه شرعي ستونزه نلري همدا راز یې د یاد بنسټ او ددوي له همکارانو څخه مننه وکړه، چې په دې برخه کې یې ارزښتناکه معلوماتو د وزارت له کارکوونکو سره شریک کړل.