د هرات د سوري قوم له ځوانانو سره ليدنه

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو معين محترم محمد يعقوب احمدزي په داسې حال کې، چې د وزارت مقام سلاکار جنرال محمد عظيم، د تحقيق او مطالعاتو رئيس جاويد احمد وفا او د هرات د سرحدونو او قبايلو چارو رئيس ډاکټر نذيراحمد حيدرزاده ورسره ملګري وه د هرات ولايت د سوري قوم له ځوانانو سره په سولې، امنيت او ملي يووالي کې د ځوانانو پر پراخې ونډې هر اړخيزې خبرې وکړئ.