د هرات د سرحدونو او قبايلو چارو رياست څخه ليدنه.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلو معين محترم محمد يعقوب احمدزي په داسې حال کې، چې د وزارت مقام سلاکار جنرال محمد اعظيم، د تحقيق او مطالعاتو رئيس جاويد احمد وفا او د هرات د سرحدونو او قبايلو چارو رئيس ډاکټر نذير. احمد ورسره ملګري وه د هرات ولايت د سرحدونو او قبايلو چارو رياست څخه ليدنه وکړه.
د ليدنې پر مهال يې د رياست له چارو څخه يې خوښي څرګنده کړه وې ويل، چې په ولايتونوکې د هرات د سرحدونو او قبايلو چارو رياست فعاله رياست دی، چې تل يې خپلې چارې په ښه ډول پر مخ وړي دي.
ښاغلي احمدزي له همدې امله د هرات د سرحدونو او قبايلو چارو رياست له رئيس او کا کوونکو څخه مننه وکړل.