د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشینۍ او ډاډګېرنې پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د افغانستان د علومو اکاډمۍ د ژبو او ادبیاتو مرکز علمي غړی او د یاد مرکز د فولکلور او شفاهي ادبیاتو د ډيپارټمنټ آمر څېړنوال حضرت محمد ویاړ د سه شنبې په ورځ د ۱۳۹۴ لمریزکال د غبرګولي پر ۱۲نېټه د (۶۷) کالو په عمر د ورپېښې ناروغۍ له امله د سهار په ۶ بجو په خپل کور کې له دې نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
اناالله او انا الیه راجعون
ارواښاد حضرت محمد وياړ په ١٣٥٢ کال کې دکابل پوهنتون دادبياتو او بشري علومو له پوهنځي څخه فارغ او له دې سره جوخت يې دکابل مجلې دمرستيال په توګه په دندې پيل وکړ .په ١٣٥٧ کال کې يې دافغانستان دعلومو اکاډمي غړيتوب ترلاسه کړ او په ١٣٦٩ کال کې دازادو ټاکنو له لارې دافغانستان دعلومو اکاډمې د فولکلور او د ادبياتو څانګې دآمر په توګه وټاکل شو .
ارواښاد وياړ دخپل څلويښت کلن ماموريت په دوران کې دهېواد فرهنګ ته ډېر خدمتونه کړي دي او يو شمېر ارزښتناکې څيړنيزې مقالې او اثار يې پريښې دي .
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام دارواښاد وياړ مړينه علمي، فرهنګي او ادبي ضایعه بولي.
د لوی خدای(ج) له سپیڅلي دربار څخه ارواښاد ته د فردوس جنت، کورنۍ، دوستانو او د علومو اکاډمې غړو ته د جمیل صبر غوښتنه کوي

په درنښت
محمد ګلاب منګل
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر